د بلوچ نیشنل موومنټ (بي اېن اېم) ویاند په افغانستان د پاکستان بریدونه وغندل او ویې ویل چې پاکستان د فبرورۍ د ۲۱ او ۲۲ ترمنځ شپه د افغانستان پر مېشتو سیمو بریدونه وکړل، چې له امله یې د ماشومانو په ګډون ټولې کورنۍ ووژل شوې. بلوچ ملت له اغېزمنو کورنیو سره خپله خواخوږي څرګندوي او موږ د افغانستان د حاکمیت او د هغه د ځاندفاع له حق څخه بشپړ ملاتړ کوو.
هغه وویل چې پر افغانستان د پاکستان بریدونه د افغان ملت پر حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او ازادۍ مستقیم برید دی، چې پکې بې وسلې ملکي وګړي په نښه شوي دي. حقایق د پاکستان ادعاوې ردوي. په دغو هوايي بریدونو کې هم د پخوا په څېر بې ګناه ملکي وګړي په قصدي ډول هدف ګرځول شوي دي.
ویاند زیاته کړه چې د تېرو ۷۹ کلونو راهیسې په سیمه کې د ناامنۍ اساسي لامل د پاکستان د دولت پالیسۍ دي، چې ښکاره او پټې پراختیاپالنې موخې لري. پاکستان د خپل جوړېدو لږ وروسته پر بلوچستان ولکه وکړه، د قومونو خپلواکي او ازادۍ ترې واخیستل شوې او هغوی د برلاسي پنجابي رژیم تر واک لاندې ساتل شوي دي. په اوسني «تش په نوم پاکستان» کې محکوم قومونه د خپلې ملي بقا لپاره مبارزه کوي. نړۍ ویني چې پاکستان له سیاسي او ټولنیز پلوه د ګډوډۍ ښکار شوی، او همدا وضعیت د دغه دولت لپاره د ستونزو لامل ګرځېدلی دی.
هغه وویل چې د سیاسي ځواکونو پر ضد د پوځي جبر او دولتي ترهګرۍ سره سره، پاکستان په پرلهپسې توګه د خپلو ستونزو په حل کې پاتې راغلی دی، او د خپلو ناکامیو پړه پر ګاونډیو هېوادونو اچوي چې له امله یې په سیمه کې بې ثباتي او د جګړې فضا رامنځته کېږي. د پاکستان پوځي ځواک نه یوازې سیمې، بلکې له سیمې بهر هېوادونو ته هم څرګند ګواښ دی. د دې وضعیت د مقابلې لپاره د سیمې د قومونو ترمنځ یووالی او د ګډې جبهې جوړول حتمي او اړین دي.