Baloch National Movement
  • Statements
    • Chairperson
    • Secretary-General
    • Spokesperson
  • Chapters
    • Germany
    • South Korea
    • Netherlands
    • USA
    • UK
  • Zones
    • Awaran Zone
    • Kech Gwader Zone
    • BNM Kho-e-Siliman
    • BNM Panjgur
  • Departments
    • Paank-HR Department
    • Foreign Department
    • Welfare Department
  • More Links
    • Cabinet Meetings
    • Campaigns
    • Central Committee Meetings
    • Commemorative
    • Departments
    • Elections
    • Foreign Department
    • Interviews
    • National Council sessions
    • Organizational Programs
    • Pamphlets
    • Posters
    • Press Conferences
    • Conferences
    • Protests
    • Public Gatherings
    • Seminars
  • Other Websites
    • Paank
    • The Baloch Martyrs
    • BNM Footages
    • Old Website (Archive )
    • Old blog (Archive)
  • Languages
    • Balochi
    • Brahui
    • Urdu
    • Farsi
Reading: د بابا خیربخش مري ۱۲مه تلین‌کلي: تاسو د بلوچانو مبارزې ته روښانه لاره او ټینګ بنسټونه ورکړل، د بي این ایم د ویاند وینا
Share
Search
Baloch National MovementBaloch National Movement
Font ResizerAa
Search
Have an existing account? Sign In
Follow US
© 2026 BNM. All rights reserved by the Information, IT, and Cultural Department (IIC) of the BNM. You may republish this content anywhere with proper attribution.
Home ★ Blog ★ د بابا خیربخش مري ۱۲مه تلین‌کلي: تاسو د بلوچانو مبارزې ته روښانه لاره او ټینګ بنسټونه ورکړل، د بي این ایم د ویاند وینا
بیانونهویاند

د بابا خیربخش مري ۱۲مه تلین‌کلي: تاسو د بلوچانو مبارزې ته روښانه لاره او ټینګ بنسټونه ورکړل، د بي این ایم د ویاند وینا

Qazi Rehan
Last updated: جون 11, 2026 11:24 am
Last updated: جون 11, 2026
4 Min Read
Share
SHARE

د بلوچ نېشنل موومینټ (بي این ایم) ویاند د بلوچ ملتپال او هېوادپال مشر بابا خیربخش مري د دولسم تلین په مناسبت د هغه د خدمتونو د یادولو په ترڅ کې وویل چې، بابا خیربخش مري د بلوچستان د ازادۍ د غورځنګ داسې یو لارښود دی، چا چې د بلوچستان ګمراه کړل شوی او بې‌لارې شوی غورځنګ د ازادۍ په لاره روان کړ او کلک بنسټونه یې ورته چمتو کړل. بلوچ نېشنل موومینټ (بي این ایم) ستاسو فکر او فلسفه یو ملي میراث ګڼي؛ تاسو بلوچ قوم ته د بقا او ژوندي پاتې کېدو لاره وښوده او د منزل نښه پرې وکړه. ستاسو د لارښوونې او قربانیو برکت دی چې نن په لکونو بلوچان د ازادۍ د مبارزې برخه دي.

هغه زیاته کړه چې بابا خیربخش مري یوازې یو دودیز قبیلوې او سیاسي مشر نه و، بلکې تاسو یو انقلابي او ملتپال فیلسوف وئ. تاسو د بلوچ ټولنې، سیمه ییزو او نړیوالو حالاتو او سیاست له ژورې مطالعې وروسته دغه پایلې ته ورسېدئ چې په پاکستاني نظام او چوکاټ کې د بلوچ د ملي هویت ساتنه امکان نه لري. تاسو له خپلو او د بلوچ قوم له پرله پسې ناکامو تجربو څخه دا زده کړل چې د پاکستان له پارلمان څخه خو د ملي ځانګړنې او د برخلیک ټاکلو د حق (حقِ خودارادیت) ترلاسه کول خو لا څه کوې، د اوبو د نلکو، نالۍ او د لومړنیو هیوادنیو حقونو ترلاسه کول هم ممکن نه دي. په بلوچستان کې غیر پارلماني ملي سیاست ته ستاسو روښانه فکر د ځواکمنولو په برخه کې کلیدي رول ولوباوه.

ویاند وویل چې تاسو قبیلوې نظام زوړ او فرسوده باله او د بلوچ قوم لپاره د یو داسې پرمختللي او ماډرن ریاست غوښتونکي وئ چیرته چې ټولو ته ازادي، برابري او انصاف میسر وي. تاسو نه یوازې د بلوچستان په دننه کې د سیاسي، ټولنیزې او اقتصادي انحصارګرۍ (اجاره دارۍ) مخالف وئ، بلکې د نړیوالو ځواکونو د انحصاري او استعماري پالیسیو په وړاندې مو هم ښکاره او څرګند مخالفت کاوه.

“تاسو جلاوطني او هجرت وګالو، مګر په میراث کې د ترلاسه شوي قبیلوې ځواک، جایداد او مراعاتو پروا مو ونه کړه او د بلوچ ملي ازادۍ د تحریک بنسټونه مو پیاوړي کړل. تاسو د خپلو اولادونو په ګډون خپل هر څه د بلوچ قوم د بقا او د ازادۍ د غورځنګ لپاره قربان کړل او د یو کلک غره او ډبرې په څیر تر وروستي ساه پورې پر خپل دریځ ټینګ پاتې شوئ. تاسو بلوچ قوم ته د نوي دور د غوښتنو سره سم، د ایډیالوژیکې او نظامي پلوه د یوې منظمې مبارزې درس ورکړ. ستاسو له خوا د ‘حق توار’ (د حق غږ) په نوم جوړو شویو حلقو (اسټډي سرکلز) د بلوچستان په اوږدو او بر کې د تفکر، علم او عمل ډیوه بله کړه، چې له امله یې بلوچ قوم د خپل منزل لاره وموندله.”

ویاند وویل چې موږ ته د بابا خیربخش مري له شخصیت او کردار څخه د صبر، هوښیارۍ او اغېزناکې ستراتیژۍ درس میلاویږي. تاسو په احساساتي توب، غیر حقیقي سیاست او تشو لفاظیو باور نه درلود. تاسو موږ ته وښودل چې اغېزمن او عملي سیاست د هیڅ ډول بیانیې او میډیایي پروپاګند محتاج نه وي، او له عمل پرته یوازې په شعارونو تحریکونه نه چلیږي. ستاسو همدې فکر د بلوچانو د مقاومت سیاست ته داسې روح او رڼا وبښله چې نن په تر ټولو ځواکمن شکل کې زموږ په وړاندې شتون لري.

Share This Article
Facebook Email Copy Link Print

Reports and Statements

د بلوچ او سندي ملتونو لپاره ملي خپلواکي، سیاسي همغږي او عملي همکاري اړینه ده، ډاکټر نسیم بلوچ

ځکه له ملي خپلواکۍ پرته ډیموکراسي، سوله او باثباته راتلونکی یوازې ښکلي الفاظ او د زړه د تسلۍ خوبونه پاتې…

مشر
اکتوبر 11, 2026

په بلوچستان کې پاکستاني پوځ یوازې په درېیو ورځو کې ۱۷ کسان وژلي؛ د نړیوالې ټولنې چوپتیا وضعیت لا پسې کړکېچن کړی دی — د بي اېن اېم ویاند

د ده په وینا، پاکستان د بلوچ ملت د نسل‌وژنې پالیسي عملي کوي او نړیواله مداخله اوس یو نه‌جلاکېدونکی ضرورت…

بیانونه ویاند
جون 4, 2026

په افغانستان د پاکستان په بریدونو کې بې ګناه انسانان وژل شوي؛ بلوچ ملت د افغانستان د ځان‌دفاع له حق څخه ملاتړ کوي – د بي اېن اېم ویاند

د پاکستان پوځي ځواک نه یوازې سیمې، بلکې له سیمې بهر هېوادونو ته هم څرګند ګواښ دی. د دې وضعیت…

بیانونه ویاند
فبروري 23, 2026

د پانک د جنوري ۲۰۲۶ راپور: ۱۲ کسان له عدالته پرته ووژل شول، ۸۲ جبري لادرکه، ۴۴ کسان له شکنجې وروسته خوشې شول

د بلوچ نېشنل موومنټ (بي اېن اېم) د بشري حقونو څانګې پانک د جنوري ۲۰۲۶ راپور خپور کړی، چې پکې…

پانک
فبروري 19, 2026

Follow US on Socials

Baloch Nationl Movement

Founded in 1987, the Baloch National Movement (BNM) is a revolutionary nationalist political organization fighting for Balochistan’s freedom.

Follow BNM

  • Paank
  • Footages
  • The Baloch Martyrs

© 2026 BNM. All rights reserved by the Information, IT, and Cultural Department (IIC) of the BNM. You may republish this content anywhere with proper attribution.

Welcome Back!

Sign in to your account

Username or Email Address
Password

Lost your password?