Baloch National Movement
  • Statements
    • Chairperson
    • Secretary-General
    • Spokesperson
  • Chapters
    • Germany
    • South Korea
    • Netherlands
    • USA
    • UK
  • Zones
    • Awaran Zone
    • Kech Gwader Zone
    • BNM Kho-e-Siliman
    • BNM Panjgur
  • Departments
    • Paank-HR Department
    • Foreign Department
    • Welfare Department
  • More Links
    • Cabinet Meetings
    • Campaigns
    • Central Committee Meetings
    • Commemorative
    • Departments
    • Elections
    • Foreign Department
    • Interviews
    • National Council sessions
    • Organizational Programs
    • Pamphlets
    • Posters
    • Press Conferences
    • Conferences
    • Protests
    • Public Gatherings
    • Seminars
  • Other Websites
    • Paank
    • The Baloch Martyrs
    • BNM Footages
    • Old Website (Archive )
    • Old blog (Archive)
  • Languages
    • Balochi
    • Brahui
    • Urdu
    • Farsi
Reading: په بلوچستان کې پاکستاني پوځ یوازې په درېیو ورځو کې ۱۷ کسان وژلي؛ د نړیوالې ټولنې چوپتیا وضعیت لا پسې کړکېچن کړی دی — د بي اېن اېم ویاند
Share
Search
Baloch National MovementBaloch National Movement
Font ResizerAa
Search
Have an existing account? Sign In
Follow US
© 2026 BNM. All rights reserved by the Information, IT, and Cultural Department (IIC) of the BNM. You may republish this content anywhere with proper attribution.
Home ★ Blog ★ په بلوچستان کې پاکستاني پوځ یوازې په درېیو ورځو کې ۱۷ کسان وژلي؛ د نړیوالې ټولنې چوپتیا وضعیت لا پسې کړکېچن کړی دی — د بي اېن اېم ویاند
بیانونهویاند

په بلوچستان کې پاکستاني پوځ یوازې په درېیو ورځو کې ۱۷ کسان وژلي؛ د نړیوالې ټولنې چوپتیا وضعیت لا پسې کړکېچن کړی دی — د بي اېن اېم ویاند

Qazi Rehan
Last updated: جون 4, 2026 10:08 pm
Last updated: جون 4, 2026
6 Min Read
Share
SHARE

په بلوچستان کې پاکستاني پوځ پر بې‌وسلې ولسي وګړو بریدونه کوي او د نړیوالې ټولنې چوپتیا د سیمې د بشري حقونو وضعیت له هر اړخه لا پسې کړکېچن کړی دی. یوازې د روانې اوونۍ په ترڅ کې ۱۷ کسان له محکمې پرته وژل شوي دي. د بلوچستان په مستونګ، نوشکي، زَهري، خضدار، کیچ او ګوادر ولسوالیو او شاوخوا سیمو کې هره ورځ د جبري بې‌درکه کولو لړۍ روانه ده او پر ملکي سیمو د جنګي چورلکو له لارې ګولۍ او مرمۍ ویشتل کېږي.

د بلوچ نیشنل موومنټ (بي اېن اېم) مرکزي ویاند د بلوچستان د وروستیو پېښو او د دولت له‌خوا د ترسره کېدونکو عملیاتو په تړاو په یوه بیان کې وویل چې بي اېن اېم دغه دولتي ترهګري په کلکه غندي. د ده په وینا، پاکستان د بلوچ ملت د نسل‌وژنې پالیسي عملي کوي او نړیواله مداخله اوس یو نه‌جلاکېدونکی ضرورت ګرځېدلی دی.

ویاند د جزئیاتو په بیانولو سره وویل چې اشغال شوی بلوچستان د پاکستاني پوځ د دوامدارو ظلمونو او دولتي ترهګرۍ قرباني دی. د ۲۰۲۶ کال د جون په دویمه نېټه، د سې‌شنبې په ورځ، پاکستاني پوځ یو ځل بیا د زَهري سیمه په نښه کړه. د زَهري د بُلبُل په سیمه کې سوله‌ییز سیاسي فعال خلیل احمد موسیاني په خپل کور کې په ډزو ټپي او وروسته د پاکستاني ځواکونو له‌خوا ونیول شو، خو وروسته د توقیف پر مهال ووژل شو. سربېره پر دې، ګڼ شمېر نور کسان په جبري توګه بې‌درکه شوي دي.

د بې‌درکه شویو کسانو په ډله کې زَهري خان موسیاني، شکر خان، ثناءالله موسیاني، امید علي خان، دوست محمد، ارشاد احمد او نور شامل دي، چې تر اوسه پورې خوشې شوي نه دي.

هغه زیاته کړه چې د مې په ۳۱مه نېټه د مستونګ د کردګاپ په سیمه کې پاکستاني پوځ د توپخانې په برید کې غلام جان سمالاني وواژه، چې د موټرچلوونکي په توګه یې کار کاوه. همدارنګه د جون په لومړۍ نېټه د کډ کوچې د کډ عمراني په سیمه کې پر ملکي مېشتو سیمو د چورلکو له لارې بمبار وشو، خو د مخابراتي اړیکو د پرې کېدو له امله د زیانونو بشپړ جزئیات لا نه دي معلوم.

د بي اېن اېم ویاند وویل چې اشغال شوی بلوچستان د ۱۹۴۸ کال د اشغال له لومړۍ ورځې راهیسې د پاکستاني پوځ د یرغلیزو عملیاتو تر سیوري لاندې ژوند کوي. دلته د سیاسي ځواکونو او ملي غورځنګونو د ځپلو لپاره د زور، تشدد او جبر دولتي پالیسي په شدت سره دوام لري. د جبري بې‌درکه کولو دوام زرګونه کورنۍ له اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ کړې دي.

هغه وویل چې یوازې د مې له ۳۱مې څخه د جون تر دویمې پورې، په درېیو ورځو کې، پاکستاني پوځ ۱۷ کسان په ښکاره توګه وژلي دي، خو د وژل شویو کسانو د هویت او جزئیاتو له څرګندولو ډډه کوي. په ډېری ورته پېښو کې هغه کسان چې مخکې جبري بې‌درکه شوي وي، وروسته د توقیف پر مهال وژل کېږي او پوځ بیا ادعا کوي چې ګواکې دغه کسان په وسله‌والو عملیاتو کې وژل شوي دي. د قربانیانو جسدونه هم خپلو کورنیو ته نه سپارل کېږي.

ویاند ټینګار وکړ چې پاکستاني پوځ د بلوچ ملت د نسل‌وژنې یوه منظمه پالیسي تعقیبوي. دا هغه تدریجي بهیر دی چې د یوه ملت سیاسي، کلتوري، ټولنیز او اقتصادي بنسټونه له منځه وړي. د ډیره بګټي، کوهلو، آواران، زَهري، خضدار، پنجګور، کیچ او ګوادر په ولسوالیو کې لسګونه کلي ویجاړ شوي او خلک په زور کډوالۍ ته اړ ایستل شوي دي.

د همدې پالیسۍ په دوام کې، په وروستیو ورځو کې د ګوادر د جیمړي تحصیل د «پانوان» کلي په پرله‌پسې توګه هدف ګرځول شوی دی. د ویاند په وینا، پاکستاني سرتېري د شپې له تیارو څخه په ګټې اخیستنې د خلکو پر کورونو بریدونه کوي. د جبري بې‌درکه کولو، کورونو د نړولو او له محکمې پرته وژنو له امله سلګونه کسان او لسګونه کورنۍ اړ شوې چې لوېدیځ بلوچستان ته کډه وکړي، چیرې چې له سختو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ دي او لسګونه ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې شوي دي.

ویاند د خپل بیان په پای کې وویل چې بي اېن اېم په ټول توان سره د بلوچستان د آزادۍ د غورځنګ حقیقت نړیوالو ته رسوي او له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوي چې بلوچستان د جګړې ځپلې او لانجمنې سیمې په توګه په رسمیت وپېژني او سمدستي مداخله وکړي.

هغه زیاته کړه چې د بلوچستان د آزادۍ له بیا تأمین پرته نه یوازې د بلوچ ملت بقا له جدي ګواښ سره مخ ده، بلکې په دې ستراتیژیک او مهمه سیمه کې د تلپاتې سولې ټینګښت هم د بلوچ ولس د خپلواک تصمیم حق (حق خودارادیت) او د بلوچستان له آزادۍ سره تړلی دی.

Share This Article
Facebook Email Copy Link Print

Reports and Statements

د بابا خیربخش مري ۱۲مه تلین‌کلي: تاسو د بلوچانو مبارزې ته روښانه لاره او ټینګ بنسټونه ورکړل، د بي این ایم د ویاند وینا

بلوچ نېشنل موومینټ (بي این ایم) ستاسو فکر او فلسفه یو ملي میراث ګڼي؛ تاسو بلوچ قوم ته د بقا…

بیانونه ویاند
جون 11, 2026

په افغانستان د پاکستان په بریدونو کې بې ګناه انسانان وژل شوي؛ بلوچ ملت د افغانستان د ځان‌دفاع له حق څخه ملاتړ کوي – د بي اېن اېم ویاند

د پاکستان پوځي ځواک نه یوازې سیمې، بلکې له سیمې بهر هېوادونو ته هم څرګند ګواښ دی. د دې وضعیت…

بیانونه ویاند
فبروري 23, 2026

د پانک د جنوري ۲۰۲۶ راپور: ۱۲ کسان له عدالته پرته ووژل شول، ۸۲ جبري لادرکه، ۴۴ کسان له شکنجې وروسته خوشې شول

د بلوچ نېشنل موومنټ (بي اېن اېم) د بشري حقونو څانګې پانک د جنوري ۲۰۲۶ راپور خپور کړی، چې پکې…

پانک
فبروري 19, 2026

د پانک د ۲۰۲۵ بشري حقونو راپور: په بلوچستان کې د پاکستان پوځ ۲۲۵ ناقانونه وژنې او ۱٬۳۵۵ جبري ورکېدنې کړي

راپور دا هم یادونه کوي چې پر زده‌کوونکو او ځوانو مسلکي کسانو بریدونه د پاکستان د هغې تګلارې برخه ده…

پانک
فبروري 10, 2026

Follow US on Socials

Baloch Nationl Movement

Founded in 1987, the Baloch National Movement (BNM) is a revolutionary nationalist political organization fighting for Balochistan’s freedom.

Follow BNM

  • Paank
  • Footages
  • The Baloch Martyrs

© 2026 BNM. All rights reserved by the Information, IT, and Cultural Department (IIC) of the BNM. You may republish this content anywhere with proper attribution.

Welcome Back!

Sign in to your account

Username or Email Address
Password

Lost your password?