د بلوچ نېشنل موومینټ (بي این ایم) ویاند د بلوچ ملتپال او هېوادپال مشر بابا خیربخش مري د دولسم تلین په مناسبت د هغه د خدمتونو د یادولو په ترڅ کې وویل چې، بابا خیربخش مري د بلوچستان د ازادۍ د غورځنګ داسې یو لارښود دی، چا چې د بلوچستان ګمراه کړل شوی او بېلارې شوی غورځنګ د ازادۍ په لاره روان کړ او کلک بنسټونه یې ورته چمتو کړل. بلوچ نېشنل موومینټ (بي این ایم) ستاسو فکر او فلسفه یو ملي میراث ګڼي؛ تاسو بلوچ قوم ته د بقا او ژوندي پاتې کېدو لاره وښوده او د منزل نښه پرې وکړه. ستاسو د لارښوونې او قربانیو برکت دی چې نن په لکونو بلوچان د ازادۍ د مبارزې برخه دي.
هغه زیاته کړه چې بابا خیربخش مري یوازې یو دودیز قبیلوې او سیاسي مشر نه و، بلکې تاسو یو انقلابي او ملتپال فیلسوف وئ. تاسو د بلوچ ټولنې، سیمه ییزو او نړیوالو حالاتو او سیاست له ژورې مطالعې وروسته دغه پایلې ته ورسېدئ چې په پاکستاني نظام او چوکاټ کې د بلوچ د ملي هویت ساتنه امکان نه لري. تاسو له خپلو او د بلوچ قوم له پرله پسې ناکامو تجربو څخه دا زده کړل چې د پاکستان له پارلمان څخه خو د ملي ځانګړنې او د برخلیک ټاکلو د حق (حقِ خودارادیت) ترلاسه کول خو لا څه کوې، د اوبو د نلکو، نالۍ او د لومړنیو هیوادنیو حقونو ترلاسه کول هم ممکن نه دي. په بلوچستان کې غیر پارلماني ملي سیاست ته ستاسو روښانه فکر د ځواکمنولو په برخه کې کلیدي رول ولوباوه.
ویاند وویل چې تاسو قبیلوې نظام زوړ او فرسوده باله او د بلوچ قوم لپاره د یو داسې پرمختللي او ماډرن ریاست غوښتونکي وئ چیرته چې ټولو ته ازادي، برابري او انصاف میسر وي. تاسو نه یوازې د بلوچستان په دننه کې د سیاسي، ټولنیزې او اقتصادي انحصارګرۍ (اجاره دارۍ) مخالف وئ، بلکې د نړیوالو ځواکونو د انحصاري او استعماري پالیسیو په وړاندې مو هم ښکاره او څرګند مخالفت کاوه.
“تاسو جلاوطني او هجرت وګالو، مګر په میراث کې د ترلاسه شوي قبیلوې ځواک، جایداد او مراعاتو پروا مو ونه کړه او د بلوچ ملي ازادۍ د تحریک بنسټونه مو پیاوړي کړل. تاسو د خپلو اولادونو په ګډون خپل هر څه د بلوچ قوم د بقا او د ازادۍ د غورځنګ لپاره قربان کړل او د یو کلک غره او ډبرې په څیر تر وروستي ساه پورې پر خپل دریځ ټینګ پاتې شوئ. تاسو بلوچ قوم ته د نوي دور د غوښتنو سره سم، د ایډیالوژیکې او نظامي پلوه د یوې منظمې مبارزې درس ورکړ. ستاسو له خوا د ‘حق توار’ (د حق غږ) په نوم جوړو شویو حلقو (اسټډي سرکلز) د بلوچستان په اوږدو او بر کې د تفکر، علم او عمل ډیوه بله کړه، چې له امله یې بلوچ قوم د خپل منزل لاره وموندله.”
ویاند وویل چې موږ ته د بابا خیربخش مري له شخصیت او کردار څخه د صبر، هوښیارۍ او اغېزناکې ستراتیژۍ درس میلاویږي. تاسو په احساساتي توب، غیر حقیقي سیاست او تشو لفاظیو باور نه درلود. تاسو موږ ته وښودل چې اغېزمن او عملي سیاست د هیڅ ډول بیانیې او میډیایي پروپاګند محتاج نه وي، او له عمل پرته یوازې په شعارونو تحریکونه نه چلیږي. ستاسو همدې فکر د بلوچانو د مقاومت سیاست ته داسې روح او رڼا وبښله چې نن په تر ټولو ځواکمن شکل کې زموږ په وړاندې شتون لري.