Baloch National Movement
  • Statements
    • Chairperson
    • Secretary-General
    • Spokesperson
  • Chapters
    • Germany
    • South Korea
    • Netherlands
    • USA
    • UK
  • Zones
    • Awaran Zone
    • Kech Gwader Zone
    • BNM Kho-e-Siliman
    • BNM Panjgur
  • Departments
    • Paank-HR Department
    • Foreign Department
    • Welfare Department
  • More Links
    • Cabinet Meetings
    • Campaigns
    • Central Committee Meetings
    • Commemorative
    • Departments
    • Elections
    • Foreign Department
    • Interviews
    • National Council sessions
    • Organizational Programs
    • Pamphlets
    • Posters
    • Press Conferences
    • Conferences
    • Protests
    • Public Gatherings
    • Seminars
  • Other Websites
    • Paank
    • The Baloch Martyrs
    • BNM Footages
    • Old Website (Archive )
    • Old blog (Archive)
  • Languages
    • Balochi
    • Brahui
    • Urdu
    • Farsi
Reading: د بلوچ او سندي ملتونو لپاره ملي خپلواکي، سیاسي همغږي او عملي همکاري اړینه ده، ډاکټر نسیم بلوچ
Share
Search
Baloch National MovementBaloch National Movement
Font ResizerAa
Search
Have an existing account? Sign In
Follow US
© 2026 BNM. All rights reserved by the Information, IT, and Cultural Department (IIC) of the BNM. You may republish this content anywhere with proper attribution.
Home ★ Blog ★ د بلوچ او سندي ملتونو لپاره ملي خپلواکي، سیاسي همغږي او عملي همکاري اړینه ده، ډاکټر نسیم بلوچ
مشر

د بلوچ او سندي ملتونو لپاره ملي خپلواکي، سیاسي همغږي او عملي همکاري اړینه ده، ډاکټر نسیم بلوچ

Dr. Naseem Baloch
Last updated: اکتوبر 11, 2026 3:49 pm
Last updated: اکتوبر 11, 2026
4 Min Read
Share
SHARE

د بلوچ نېشنل موومنټ (بي اېن اېم) مشر ډاکټر نسیم بلوچ د نړیوال سندي کانګرس د سند د ۳۸م نړیوال کنفرانس په خپله وینا کې وویل، چې د بلوچ او سندي ملتونو لپاره ملي خپلواکي، ډیموکراسي، سوله او د یوه باثباته راتلونکي رامنځته کول له یو بل سره ژور تړاو لري؛ ځکه له ملي خپلواکۍ پرته ډیموکراسي، سوله او باثباته راتلونکی یوازې ښکلي الفاظ او د زړه د تسلۍ خوبونه پاتې کېږي.

هغه وویل، که څه هم په دې کنفرانس کې د بلوچ نېشنل موومنټ د مشر په توګه وینا کوي، خو د سند د خلکو په منځ کې هېڅکله ځان د یوه پردي ملت په منځ کې نه احساسوي. سند او بلوچستان یوازې دوه ګاونډۍ سیمې نه دي، بلکې د پېړیو په اوږدو کې د انساني، کلتوري، اقتصادي او سیاسي اړیکو په تارونو سره تړلي دي. د دواړو سیمو جغرافیایي پولې، کلتوري یادونه، تاریخي تجربې او اوسنۍ ستونزې له یو بل سره نږدې تړاو لري.

ډاکټر نسیم بلوچ وویل، که ملي خپلواکي له روښانه سیاسي مبارزې، ثابت قدمۍ او قربانیو پرته ترلاسه کېدای، نو د نړۍ په تاریخ کې به میلیونونو انسانانو خپل ژوند نه وای قرباني کړی. ملي خپلواکي یوازې یو شعار نه دی، بلکې اوږدې سیاسي مبارزې، څرګند هدف او پراخو قربانیو ته اړتیا لري. هغه زیاته کړه، د بلوچ او سند پر خاورو د استحصال او ولکې دوام نه یوازې د دواړو ملتونو هویت، بلکې د هغوی راتلونکی هم له ګواښ سره مخ کوي؛ ځکه د دوی لپاره د خپلې خاورې مسئله یوازې د ځمکې موضوع نه ده، بلکې د ملي موجودیت، هویت او د راتلونکو نسلونو د بقا مسئله ده.

د بلوچ نېشنل موومنټ مشر وویل، د بلوچ او سندي ملتونو مشرتابه باید د خپلو ملي هویتونو، سیاسي سازمانونو او جلا لومړیتوبونو درناوی وکړي او په ورته وخت کې د بشري حقونو، جبري ورکېدنو، سیاسي بندیانو، طبیعي سرچینو، چاپېریال ساتنې او په نړیوالو فورمونو کې د اغېزمن استازیتوب په برخو کې ګډ اقدامات ترسره کړي. د هغه په وینا، همکاري باید د احساساتي شعارونو پر ځای پر متقابل درناوي او برابرۍ ولاړه وي. رښتینې یووالی هغه دی چې دواړه ملتونه خپل هویتونه او لومړیتوبونه وساتي، خو د ګډو ستونزو د حل لپاره اوږه پر اوږه ودرېږي او خواخوږي په عملي پیوستون بدله کړي.

ډاکټر نسیم بلوچ وویل، تاریخ د بلوچ او سندي ملتونو پر وړاندې ګڼ ټپونه پرېښي دي، خو تاریخ فرصتونه هم رامنځته کوي. نن دواړه ملتونه د خپلو ملي دولتونو او سیاسي نظامونو د بیا جوړولو لپاره له یوه مهم فرصت سره مخ دي. هغه ټینګار وکړ چې اړتیا ده د دواړو ملتونو شته وړتیاوې د یو بل له تجربو څخه په ګټې اخیستنې سره په یوه منظم سیاسي او ډیپلوماتیک ځواک بدلې شي.

هغه د بلوچ او سندي ملتونو ترمنځ د پیوستون په څرګندولو سره وویل: «تاسو چې هر چېرې خپل غږ پورته کوئ، له سیاسي دریځونو څخه نیولې تر سختو مبارزاتي ډګرونو پورې به بلوچ ملت له تاسو سره څنګ پر څنګ ولاړ ومومئ.»

Share This Article
Facebook Email Copy Link Print

Reports and Statements

د بابا خیربخش مري ۱۲مه تلین‌کلي: تاسو د بلوچانو مبارزې ته روښانه لاره او ټینګ بنسټونه ورکړل، د بي این ایم د ویاند وینا

بلوچ نېشنل موومینټ (بي این ایم) ستاسو فکر او فلسفه یو ملي میراث ګڼي؛ تاسو بلوچ قوم ته د بقا…

بیانونه ویاند
جون 11, 2026

په بلوچستان کې پاکستاني پوځ یوازې په درېیو ورځو کې ۱۷ کسان وژلي؛ د نړیوالې ټولنې چوپتیا وضعیت لا پسې کړکېچن کړی دی — د بي اېن اېم ویاند

د ده په وینا، پاکستان د بلوچ ملت د نسل‌وژنې پالیسي عملي کوي او نړیواله مداخله اوس یو نه‌جلاکېدونکی ضرورت…

بیانونه ویاند
جون 4, 2026

په افغانستان د پاکستان په بریدونو کې بې ګناه انسانان وژل شوي؛ بلوچ ملت د افغانستان د ځان‌دفاع له حق څخه ملاتړ کوي – د بي اېن اېم ویاند

د پاکستان پوځي ځواک نه یوازې سیمې، بلکې له سیمې بهر هېوادونو ته هم څرګند ګواښ دی. د دې وضعیت…

بیانونه ویاند
فبروري 23, 2026

د پانک د جنوري ۲۰۲۶ راپور: ۱۲ کسان له عدالته پرته ووژل شول، ۸۲ جبري لادرکه، ۴۴ کسان له شکنجې وروسته خوشې شول

د بلوچ نېشنل موومنټ (بي اېن اېم) د بشري حقونو څانګې پانک د جنوري ۲۰۲۶ راپور خپور کړی، چې پکې…

پانک
فبروري 19, 2026

Follow US on Socials

Baloch Nationl Movement

Founded in 1987, the Baloch National Movement (BNM) is a revolutionary nationalist political organization fighting for Balochistan’s freedom.

Follow BNM

  • Paank
  • Footages
  • The Baloch Martyrs

© 2026 BNM. All rights reserved by the Information, IT, and Cultural Department (IIC) of the BNM. You may republish this content anywhere with proper attribution.

Welcome Back!

Sign in to your account

Username or Email Address
Password

Lost your password?