Skip to content

Live

Live: the latest updates

Updated ۱ میاشت ago · The latest updates

یکشنبه ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۶

مشر

د بلوچ او سندي ملتونو لپاره ملي خپلواکي، سیاسي همغږي او عملي همکاري اړینه ده، ډاکټر نسیم بلوچ

د بلوچ نېشنل موومنټ (بي اېن اېم) مشر ډاکټر نسیم بلوچ د نړیوال سندي کانګرس د سند د ۳۸م نړیوال کنفرانس په خپله وینا کې وویل، چې د بلوچ او سندي ملتونو لپاره ملي خپلواکي، ډیموکراسي، سوله او د یوه باثباته راتلونکي رامنځته کول له یو بل سره ژور تړاو لري؛ ځکه له ملي خپلواکۍ پرته ډیموکراسي، سوله او باثباته راتلونکی یوازې ښکلي الفاظ او د زړه د تسلۍ خوبونه پاتې کېږي.

هغه وویل، که څه هم په دې کنفرانس کې د بلوچ نېشنل موومنټ د مشر په توګه وینا کوي، خو د سند د خلکو په منځ کې هېڅکله ځان د یوه پردي ملت په منځ کې نه احساسوي. سند او بلوچستان یوازې دوه ګاونډۍ سیمې نه دي، بلکې د پېړیو په اوږدو کې د انساني، کلتوري، اقتصادي او سیاسي اړیکو په تارونو سره تړلي دي. د دواړو سیمو جغرافیایي پولې، کلتوري یادونه، تاریخي تجربې او اوسنۍ ستونزې له یو بل سره نږدې تړاو لري.

ډاکټر نسیم بلوچ وویل، که ملي خپلواکي له روښانه سیاسي مبارزې، ثابت قدمۍ او قربانیو پرته ترلاسه کېدای، نو د نړۍ په تاریخ کې به میلیونونو انسانانو خپل ژوند نه وای قرباني کړی. ملي خپلواکي یوازې یو شعار نه دی، بلکې اوږدې سیاسي مبارزې، څرګند هدف او پراخو قربانیو ته اړتیا لري. هغه زیاته کړه، د بلوچ او سند پر خاورو د استحصال او ولکې دوام نه یوازې د دواړو ملتونو هویت، بلکې د هغوی راتلونکی هم له ګواښ سره مخ کوي؛ ځکه د دوی لپاره د خپلې خاورې مسئله یوازې د ځمکې موضوع نه ده، بلکې د ملي موجودیت، هویت او د راتلونکو نسلونو د بقا مسئله ده.

د بلوچ نېشنل موومنټ مشر وویل، د بلوچ او سندي ملتونو مشرتابه باید د خپلو ملي هویتونو، سیاسي سازمانونو او جلا لومړیتوبونو درناوی وکړي او په ورته وخت کې د بشري حقونو، جبري ورکېدنو، سیاسي بندیانو، طبیعي سرچینو، چاپېریال ساتنې او په نړیوالو فورمونو کې د اغېزمن استازیتوب په برخو کې ګډ اقدامات ترسره کړي. د هغه په وینا، همکاري باید د احساساتي شعارونو پر ځای پر متقابل درناوي او برابرۍ ولاړه وي. رښتینې یووالی هغه دی چې دواړه ملتونه خپل هویتونه او لومړیتوبونه وساتي، خو د ګډو ستونزو د حل لپاره اوږه پر اوږه ودرېږي او خواخوږي په عملي پیوستون بدله کړي.

ډاکټر نسیم بلوچ وویل، تاریخ د بلوچ او سندي ملتونو پر وړاندې ګڼ ټپونه پرېښي دي، خو تاریخ فرصتونه هم رامنځته کوي. نن دواړه ملتونه د خپلو ملي دولتونو او سیاسي نظامونو د بیا جوړولو لپاره له یوه مهم فرصت سره مخ دي. هغه ټینګار وکړ چې اړتیا ده د دواړو ملتونو شته وړتیاوې د یو بل له تجربو څخه په ګټې اخیستنې سره په یوه منظم سیاسي او ډیپلوماتیک ځواک بدلې شي.

هغه د بلوچ او سندي ملتونو ترمنځ د پیوستون په څرګندولو سره وویل: «تاسو چې هر چېرې خپل غږ پورته کوئ، له سیاسي دریځونو څخه نیولې تر سختو مبارزاتي ډګرونو پورې به بلوچ ملت له تاسو سره څنګ پر څنګ ولاړ ومومئ.»

Open as a separate page: د بلوچ او سندي ملتونو لپاره ملي خپلواکي، سیاسي همغږي او عملي همکاري اړینه ده، ډاکټر نسیم بلوچ

چهارشنبه ۱۰ جون ۲۰۲۶

بیانونه

د بابا خیربخش مري ۱۲مه تلین‌کلي: تاسو د بلوچانو مبارزې ته روښانه لاره او ټینګ بنسټونه ورکړل، د بي این ایم د ویاند وینا

د بلوچ نېشنل موومینټ (بي این ایم) ویاند د بلوچ ملتپال او هېوادپال مشر بابا خیربخش مري د دولسم تلین په مناسبت د هغه د خدمتونو د یادولو په ترڅ کې وویل چې، بابا خیربخش مري د بلوچستان د ازادۍ د غورځنګ داسې یو لارښود دی، چا چې د بلوچستان ګمراه کړل شوی او بې‌لارې شوی غورځنګ د ازادۍ په لاره روان کړ او کلک بنسټونه یې ورته چمتو کړل. بلوچ نېشنل موومینټ (بي این ایم) ستاسو فکر او فلسفه یو ملي میراث ګڼي؛ تاسو بلوچ قوم ته د بقا او ژوندي پاتې کېدو لاره وښوده او د منزل نښه پرې وکړه. ستاسو د لارښوونې او قربانیو برکت دی چې نن په لکونو بلوچان د ازادۍ د مبارزې برخه دي.

هغه زیاته کړه چې بابا خیربخش مري یوازې یو دودیز قبیلوې او سیاسي مشر نه و، بلکې تاسو یو انقلابي او ملتپال فیلسوف وئ. تاسو د بلوچ ټولنې، سیمه ییزو او نړیوالو حالاتو او سیاست له ژورې مطالعې وروسته دغه پایلې ته ورسېدئ چې په پاکستاني نظام او چوکاټ کې د بلوچ د ملي هویت ساتنه امکان نه لري. تاسو له خپلو او د بلوچ قوم له پرله پسې ناکامو تجربو څخه دا زده کړل چې د پاکستان له پارلمان څخه خو د ملي ځانګړنې او د برخلیک ټاکلو د حق (حقِ خودارادیت) ترلاسه کول خو لا څه کوې، د اوبو د نلکو، نالۍ او د لومړنیو هیوادنیو حقونو ترلاسه کول هم ممکن نه دي. په بلوچستان کې غیر پارلماني ملي سیاست ته ستاسو روښانه فکر د ځواکمنولو په برخه کې کلیدي رول ولوباوه.

ویاند وویل چې تاسو قبیلوې نظام زوړ او فرسوده باله او د بلوچ قوم لپاره د یو داسې پرمختللي او ماډرن ریاست غوښتونکي وئ چیرته چې ټولو ته ازادي، برابري او انصاف میسر وي. تاسو نه یوازې د بلوچستان په دننه کې د سیاسي، ټولنیزې او اقتصادي انحصارګرۍ (اجاره دارۍ) مخالف وئ، بلکې د نړیوالو ځواکونو د انحصاري او استعماري پالیسیو په وړاندې مو هم ښکاره او څرګند مخالفت کاوه.

“تاسو جلاوطني او هجرت وګالو، مګر په میراث کې د ترلاسه شوي قبیلوې ځواک، جایداد او مراعاتو پروا مو ونه کړه او د بلوچ ملي ازادۍ د تحریک بنسټونه مو پیاوړي کړل. تاسو د خپلو اولادونو په ګډون خپل هر څه د بلوچ قوم د بقا او د ازادۍ د غورځنګ لپاره قربان کړل او د یو کلک غره او ډبرې په څیر تر وروستي ساه پورې پر خپل دریځ ټینګ پاتې شوئ. تاسو بلوچ قوم ته د نوي دور د غوښتنو سره سم، د ایډیالوژیکې او نظامي پلوه د یوې منظمې مبارزې درس ورکړ. ستاسو له خوا د ‘حق توار’ (د حق غږ) په نوم جوړو شویو حلقو (اسټډي سرکلز) د بلوچستان په اوږدو او بر کې د تفکر، علم او عمل ډیوه بله کړه، چې له امله یې بلوچ قوم د خپل منزل لاره وموندله.”

ویاند وویل چې موږ ته د بابا خیربخش مري له شخصیت او کردار څخه د صبر، هوښیارۍ او اغېزناکې ستراتیژۍ درس میلاویږي. تاسو په احساساتي توب، غیر حقیقي سیاست او تشو لفاظیو باور نه درلود. تاسو موږ ته وښودل چې اغېزمن او عملي سیاست د هیڅ ډول بیانیې او میډیایي پروپاګند محتاج نه وي، او له عمل پرته یوازې په شعارونو تحریکونه نه چلیږي. ستاسو همدې فکر د بلوچانو د مقاومت سیاست ته داسې روح او رڼا وبښله چې نن په تر ټولو ځواکمن شکل کې زموږ په وړاندې شتون لري.

Open as a separate page: د بابا خیربخش مري ۱۲مه تلین‌کلي: تاسو د بلوچانو مبارزې ته روښانه لاره او ټینګ بنسټونه ورکړل، د بي این ایم د ویاند وینا

پنجشنبه ۴ جون ۲۰۲۶

بیانونه

په بلوچستان کې پاکستاني پوځ یوازې په درېیو ورځو کې ۱۷ کسان وژلي؛ د نړیوالې ټولنې چوپتیا وضعیت لا پسې کړکېچن کړی دی — د بي اېن اېم ویاند

په بلوچستان کې پاکستاني پوځ پر بې‌وسلې ولسي وګړو بریدونه کوي او د نړیوالې ټولنې چوپتیا د سیمې د بشري حقونو وضعیت له هر اړخه لا پسې کړکېچن کړی دی. یوازې د روانې اوونۍ په ترڅ کې ۱۷ کسان له محکمې پرته وژل شوي دي. د بلوچستان په مستونګ، نوشکي، زَهري، خضدار، کیچ او ګوادر ولسوالیو او شاوخوا سیمو کې هره ورځ د جبري بې‌درکه کولو لړۍ روانه ده او پر ملکي سیمو د جنګي چورلکو له لارې ګولۍ او مرمۍ ویشتل کېږي.

د بلوچ نیشنل موومنټ (بي اېن اېم) مرکزي ویاند د بلوچستان د وروستیو پېښو او د دولت له‌خوا د ترسره کېدونکو عملیاتو په تړاو په یوه بیان کې وویل چې بي اېن اېم دغه دولتي ترهګري په کلکه غندي. د ده په وینا، پاکستان د بلوچ ملت د نسل‌وژنې پالیسي عملي کوي او نړیواله مداخله اوس یو نه‌جلاکېدونکی ضرورت ګرځېدلی دی.

ویاند د جزئیاتو په بیانولو سره وویل چې اشغال شوی بلوچستان د پاکستاني پوځ د دوامدارو ظلمونو او دولتي ترهګرۍ قرباني دی. د ۲۰۲۶ کال د جون په دویمه نېټه، د سې‌شنبې په ورځ، پاکستاني پوځ یو ځل بیا د زَهري سیمه په نښه کړه. د زَهري د بُلبُل په سیمه کې سوله‌ییز سیاسي فعال خلیل احمد موسیاني په خپل کور کې په ډزو ټپي او وروسته د پاکستاني ځواکونو له‌خوا ونیول شو، خو وروسته د توقیف پر مهال ووژل شو. سربېره پر دې، ګڼ شمېر نور کسان په جبري توګه بې‌درکه شوي دي.

د بې‌درکه شویو کسانو په ډله کې زَهري خان موسیاني، شکر خان، ثناءالله موسیاني، امید علي خان، دوست محمد، ارشاد احمد او نور شامل دي، چې تر اوسه پورې خوشې شوي نه دي.

هغه زیاته کړه چې د مې په ۳۱مه نېټه د مستونګ د کردګاپ په سیمه کې پاکستاني پوځ د توپخانې په برید کې غلام جان سمالاني وواژه، چې د موټرچلوونکي په توګه یې کار کاوه. همدارنګه د جون په لومړۍ نېټه د کډ کوچې د کډ عمراني په سیمه کې پر ملکي مېشتو سیمو د چورلکو له لارې بمبار وشو، خو د مخابراتي اړیکو د پرې کېدو له امله د زیانونو بشپړ جزئیات لا نه دي معلوم.

د بي اېن اېم ویاند وویل چې اشغال شوی بلوچستان د ۱۹۴۸ کال د اشغال له لومړۍ ورځې راهیسې د پاکستاني پوځ د یرغلیزو عملیاتو تر سیوري لاندې ژوند کوي. دلته د سیاسي ځواکونو او ملي غورځنګونو د ځپلو لپاره د زور، تشدد او جبر دولتي پالیسي په شدت سره دوام لري. د جبري بې‌درکه کولو دوام زرګونه کورنۍ له اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ کړې دي.

هغه وویل چې یوازې د مې له ۳۱مې څخه د جون تر دویمې پورې، په درېیو ورځو کې، پاکستاني پوځ ۱۷ کسان په ښکاره توګه وژلي دي، خو د وژل شویو کسانو د هویت او جزئیاتو له څرګندولو ډډه کوي. په ډېری ورته پېښو کې هغه کسان چې مخکې جبري بې‌درکه شوي وي، وروسته د توقیف پر مهال وژل کېږي او پوځ بیا ادعا کوي چې ګواکې دغه کسان په وسله‌والو عملیاتو کې وژل شوي دي. د قربانیانو جسدونه هم خپلو کورنیو ته نه سپارل کېږي.

ویاند ټینګار وکړ چې پاکستاني پوځ د بلوچ ملت د نسل‌وژنې یوه منظمه پالیسي تعقیبوي. دا هغه تدریجي بهیر دی چې د یوه ملت سیاسي، کلتوري، ټولنیز او اقتصادي بنسټونه له منځه وړي. د ډیره بګټي، کوهلو، آواران، زَهري، خضدار، پنجګور، کیچ او ګوادر په ولسوالیو کې لسګونه کلي ویجاړ شوي او خلک په زور کډوالۍ ته اړ ایستل شوي دي.

د همدې پالیسۍ په دوام کې، په وروستیو ورځو کې د ګوادر د جیمړي تحصیل د «پانوان» کلي په پرله‌پسې توګه هدف ګرځول شوی دی. د ویاند په وینا، پاکستاني سرتېري د شپې له تیارو څخه په ګټې اخیستنې د خلکو پر کورونو بریدونه کوي. د جبري بې‌درکه کولو، کورونو د نړولو او له محکمې پرته وژنو له امله سلګونه کسان او لسګونه کورنۍ اړ شوې چې لوېدیځ بلوچستان ته کډه وکړي، چیرې چې له سختو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ دي او لسګونه ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې شوي دي.

ویاند د خپل بیان په پای کې وویل چې بي اېن اېم په ټول توان سره د بلوچستان د آزادۍ د غورځنګ حقیقت نړیوالو ته رسوي او له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوي چې بلوچستان د جګړې ځپلې او لانجمنې سیمې په توګه په رسمیت وپېژني او سمدستي مداخله وکړي.

هغه زیاته کړه چې د بلوچستان د آزادۍ له بیا تأمین پرته نه یوازې د بلوچ ملت بقا له جدي ګواښ سره مخ ده، بلکې په دې ستراتیژیک او مهمه سیمه کې د تلپاتې سولې ټینګښت هم د بلوچ ولس د خپلواک تصمیم حق (حق خودارادیت) او د بلوچستان له آزادۍ سره تړلی دی.

Open as a separate page: په بلوچستان کې پاکستاني پوځ یوازې په درېیو ورځو کې ۱۷ کسان وژلي؛ د نړیوالې ټولنې چوپتیا وضعیت لا پسې کړکېچن کړی دی — د بي اېن اېم ویاند

دوشنبه ۲۳ فبروري ۲۰۲۶

بیانونه

په افغانستان د پاکستان په بریدونو کې بې ګناه انسانان وژل شوي؛ بلوچ ملت د افغانستان د ځان‌دفاع له حق څخه ملاتړ کوي – د بي اېن اېم ویاند

د بلوچ نیشنل موومنټ (بي اېن اېم) ویاند په افغانستان د پاکستان بریدونه وغندل او ویې ویل چې پاکستان د فبرورۍ د ۲۱ او ۲۲ ترمنځ شپه د افغانستان پر مېشتو سیمو بریدونه وکړل، چې له امله یې د ماشومانو په ګډون ټولې کورنۍ ووژل شوې. بلوچ ملت له اغېزمنو کورنیو سره خپله خواخوږي څرګندوي او موږ د افغانستان د حاکمیت او د هغه د ځان‌دفاع له حق څخه بشپړ ملاتړ کوو.

هغه وویل چې پر افغانستان د پاکستان بریدونه د افغان ملت پر حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او ازادۍ مستقیم برید دی، چې پکې بې وسلې ملکي وګړي په نښه شوي دي. حقایق د پاکستان ادعاوې ردوي. په دغو هوايي بریدونو کې هم د پخوا په څېر بې ګناه ملکي وګړي په قصدي ډول هدف ګرځول شوي دي.

ویاند زیاته کړه چې د تېرو ۷۹ کلونو راهیسې په سیمه کې د ناامنۍ اساسي لامل د پاکستان د دولت پالیسۍ دي، چې ښکاره او پټې پراختیاپالنې موخې لري. پاکستان د خپل جوړېدو لږ وروسته پر بلوچستان ولکه وکړه، د قومونو خپلواکي او ازادۍ ترې واخیستل شوې او هغوی د برلاسي پنجابي رژیم تر واک لاندې ساتل شوي دي. په اوسني «تش په نوم پاکستان» کې محکوم قومونه د خپلې ملي بقا لپاره مبارزه کوي. نړۍ ویني چې پاکستان له سیاسي او ټولنیز پلوه د ګډوډۍ ښکار شوی، او همدا وضعیت د دغه دولت لپاره د ستونزو لامل ګرځېدلی دی.

هغه وویل چې د سیاسي ځواکونو پر ضد د پوځي جبر او دولتي ترهګرۍ سره سره، پاکستان په پرله‌پسې توګه د خپلو ستونزو په حل کې پاتې راغلی دی، او د خپلو ناکامیو پړه پر ګاونډیو هېوادونو اچوي چې له امله یې په سیمه کې بې ثباتي او د جګړې فضا رامنځته کېږي. د پاکستان پوځي ځواک نه یوازې سیمې، بلکې له سیمې بهر هېوادونو ته هم څرګند ګواښ دی. د دې وضعیت د مقابلې لپاره د سیمې د قومونو ترمنځ یووالی او د ګډې جبهې جوړول حتمي او اړین دي.

Open as a separate page: په افغانستان د پاکستان په بریدونو کې بې ګناه انسانان وژل شوي؛ بلوچ ملت د افغانستان د ځان‌دفاع له حق څخه ملاتړ کوي – د بي اېن اېم ویاند

پنجشنبه ۱۹ فبروري ۲۰۲۶

پانک

د پانک د جنوري ۲۰۲۶ راپور: ۱۲ کسان له عدالته پرته ووژل شول، ۸۲ جبري لادرکه، ۴۴ کسان له شکنجې وروسته خوشې شول

د بلوچ نېشنل موومنټ (بي اېن اېم) د بشري حقونو څانګې پانک د جنوري ۲۰۲۶ راپور خپور کړی، چې پکې ويل شوي د ۲۰۲۶ کال پيل هم په بلوچستان کې د بشري حقونو له جدي سرغړونو سره مل و. د راپور له مخې، د بلوچستان په بېلابېلو ضلعو او همدارنګه په کراچۍ (سندھ) کې د جبري لادرکيو او له عدالته پرته وژنو ګڼې پېښې رامنځته شوې دي. ټولټال د ۸۲ کسانو د جبري لادرکۍ قضیې ثبت شوې دي، په داسې حال کې چې ۴۴ کسان له سختو ذهني او جسمي شکنجو وروسته خوشې کړل شوي دي. په همدې موده کې د له عدالته پرته وژنو ۱۲ تائيد شوې پېښې هم مخې ته راغلې، چې له امله یې په بلوچستان کې د وېرې او بې‌باورۍ فضا نوره هم ژوره شوې ده.

له عدالته پرته وژل شويو کې محمد انور، راهي عیسی، ایاز (د دوست محمد زوی)، ظریف (د فقیر محمد زوی)، ظریف (د محمد یعقوب زوی)، بالاچ (د حامد زوی)، زوهیب احمد، ملا رزاق، عبدالمطلب، نعمان حیدر، طاهر بلوچ او ملنګ (د زاهد ندیم زوی) شامل دي. محمد انور، د کلی سفر علي، ضلع دوکي اوسېدونکی، د جون ۲۰۲۵ کې نیول شوی و او د جنوري ۲۰۲۶ کې یې جسد له دوکي څخه وموندل شو. کم عمره راهي عیسی په هوشاب بازار کې د ورځې په رڼا کې په ډزو ووژل شو. ایاز، د ګیشکور (آواران) اوسېدونکی، او ظریف د فقیر محمد زوی، د سیاه کل، مالار (آواران) اوسېدونکی، په ډزو سورۍ سورۍ جسدونه یې د آواران د نوندړه سیمې څخه وموندل شول. بالاچ، د تسپ (پنجګور) اوسېدونکی، په تسپ بازار کې په ډزو ووژل شو. ظریف د محمد یعقوب زوی، د ریک چاهي، کولواه (آواران) اوسېدونکی، له تښتونې دوه ساعته وروسته ووژل شو. زوهیب احمد په پنجګور کې له تښتونې وروسته تر شکنجې لاندې ونیول شو او بیا ووژل شو. د ملا رزاق، د نوانو زامران اوسېدونکي، جسد له سیمسوري کور (سیند) څخه وموندل شو. عبدالمطلب، د کلی کمالو، سریاب (شال) اوسېدونکی، د ۱۱ جولای ۲۰۲۵ کې له کوره نیول شوی و او د ۱۹ جنوري ۲۰۲۶ کې په دشت مستونګ کې په جعلي نښته کې ووژل شو. نعمان حیدر د ۱۹ نومبر ۲۰۲۵ کې له مند (کیچ) څخه نیول شوی و او د ۲۱ جنوري ۲۰۲۶ کې یې جسد په تمپ کې وموندل شو. ۲۱ کلن مزدور طاهر بلوچ د ۲۱ جنوري ۲۰۲۶ کې په کوشکلات، تمپ کې په ډزو ووژل شو، په داسې حال کې چې ۲۰ کلن ملنګ د زاهد ندیم زوی له نیول کېدو وروسته جبري لادرکه کړل شو او وروسته یې جسد وموندل شو.

د ضلعي شمېرو له مخې، په کیچ کې ۲۶، په شال کې ۱۶، په ګوادر کې ۱۵، په خاران کې ۹، په پنجګور کې ۶، په خضدار کې ۴، په لسبیله کې ۲، په کراچۍ کې ۲، او په ډېره بګټي او نوشکي کې یوه، یوه قضیه ثبت شوې ده. په ګڼو پېښو کې پر کورونو چاپې، بې له وارنټه نیونې، او په نامعلومو ځایونو کې د ساتنې او شکنجې تورونه هم راپور شوي دي.

د پانک په وینا، دا وضعیت په بلوچستان کې د بشري حقونو د خرابېدونکي حالت څرګندونه کوي. په بیان کې ویل شوي چې د جبري لادرکيو او له عدالته پرته وژنو دوام د یوه نالیکل شوي قانون بڼه خپله کړې ده، چې د پای ته رسولو لپاره یې شفافې او خپلواکې څېړنې، د مسؤلینو پېژندنه او اغېزمن احتساب اړین دي، تر څو اغېزمنو کورنیو ته انصاف ورکړل شي او په بلوچستان کې د قانون واکمني باوري شي.

Open as a separate page: د پانک د جنوري ۲۰۲۶ راپور: ۱۲ کسان له عدالته پرته ووژل شول، ۸۲ جبري لادرکه، ۴۴ کسان له شکنجې وروسته خوشې شول

سه شنبه ۱۰ فبروري ۲۰۲۶

پانک

د پانک د ۲۰۲۵ بشري حقونو راپور: په بلوچستان کې د پاکستان پوځ ۲۲۵ ناقانونه وژنې او ۱٬۳۵۵ جبري ورکېدنې کړي

د بلوچ ملي غورځنګ (بي‌اېن‌اېم) د بشري حقونو څانګې «پانک» خپل د ۲۰۲۵ کال کلنی راپور خپور کړی دی. د دې راپور له مخې، د پاکستان پوځ تېر کال په بلوچستان کې لږ تر لږه ۲۲۵ ناقانونه (بې‌محکمې) وژنې ترسره کړې او ۱٬۳۵۵ جبري ورکېدنې ثبت شوې دي، چې دا د دولت په کچه د منظم او سیستماتیک ظلم څرګند ثبوت بلل کېږي.

راپور څرګندوي چې د پاکستان پوځ، استخباراتي ادارو او فرنټیر کور (اېف‌سي) په ځانګړي ډول زده‌کوونکي، سیاسي فعالان او ځایي فکري شخصیتونه په نښه کړي دي. د ډرون بریدونه، د چورلکو له لارې توپچي عملیات او د «ووژنه او وغورځوه» تګلاره عادي شوې ده. همدارنګه، د ترهګرۍ ضد قوانین او د عامه نظم د ساتنې قانون (۳-اېم‌پي‌او) د سوله‌ییزو مدني خوځښتونو، لکه د بلوچ یکجهتي کمېټې (بي‌واي‌سي)، د جرم ګڼلو لپاره کارول شوي دي. دا پراخې سرغړونې د بلوچ ملت پر وړاندې د ټولیزې سزا د دولت ښکاره تګلاره په ډاګه کوي.

د پانک راپور د بلوچ ولس پر وړاندې د دولتي ځپنې د پرله‌پسې زیاتېدو یادونه کوي. د راپور له مخې، د پاکستان پوځ یوازې په محدودو او دودیزو عملیاتو بسنه نه ده کړې، بلکې د ملکي وګړو پر ضد یې بشپړ پوځي ځواک، د هوايي بریدونو په ګډون، کارولی دی. د ۲۰۲۵ کال په لومړۍ نیمایي کې د جبري ورکېدنو تر ټولو لوړه شمېره ثبت شوې ده (۷۸۵ پېښې)، چې دا د هغو دولتي تګلارو ښکارندویي کوي چې موخه یې د سوله‌ییز سیاسي فعالیت ځپنه او د مشرتابه له منځه وړل دي.

په وروستیو میاشتو کې، که څه هم د جبري ورکېدنو شمېر یو څه کم شوی، خو په مقابل کې ناقانونه وژنې زیاتې شوې دي. د راپور له مخې، ۴۰۷ کسان چې په زور ورک شوي وو، وروسته له شکنجې او اوږدې بندي‌توب څخه خوشې شوي دي. ډېری دغه کسان له سختو فزیکي او رواني صدمو سره مخ دي، چې دا د دولتي ترهګرۍ د کارونې جدي نښې څرګندوي.

راپور دا هم یادونه کوي چې پر زده‌کوونکو او ځوانو مسلکي کسانو بریدونه د پاکستان د هغې تګلارې برخه ده چې موخه یې د بلوچ ټولنې فکري او سیاسي مشرتابه کمزوری کول دي.

پانک په خپل راپور کې یو شمېر مهمې پېښې هم ثبت کړې دي. د اکتوبر په ۲۹مه، په بولېده کې د ډرون په برید کې څلور ځوانان هغه مهال ووژل شول چې په تفریحي مېله کې بوخت وو، سره له دې چې هغوی رسمي پوځي اجازه‌لیکونه لرل. د سپتمبر په ۱۷مه، په زهري سیمه کې هوايي بمبار وشو چې په پایله کې یې درې ملکي وګړي ووژل شول او یو ماشوم ټپي شو. همدارنګه، د اکتوبر په ۲۸مه د چلتن په غونډیو کې په برید کې څو تنکي ځوانان سخت ټپیان شول. دا ټولې پېښې د نړیوال بشري حقونو د قوانینو ښکاره سرغړونې ګڼل کېږي.

د ۲۰۲۵ کال له ثبت شوو ۲۲۵ ناقانونه وژنو څخه ځینې پېژندل شوې قربانیان دا دي: زېشان ظهير، چې په جون میاشت کې په زور ورک شو او وروسته د شکنجې تر تېرولو وروسته ووژل شو؛ عثمان مقبول، چې د ورکېدو یوازې دوه ورځې وروسته ووژل شو؛ او خلیل احمد، چې د پولیس افسر و او د ډسمبر په میاشت کې ووژل شو.

راپور د اختلاف د غږونو د چوپولو لپاره د قوانینو پراخ او ناوړه استعمال ته هم اشاره کوي. د بلوچ یکجهتي کمېټې مخکښ فعالان، لکه ډاکټر مهرنګ بلوچ، سبغت‌الله، بیبګر، بیبو او ګلزادي، د ۳-اېم‌پي‌او او د ترهګرۍ ضد قانون له مخې په خپل‌سري ډول نیول شوي دي، چې ډېری وخت یې بندي‌توب د قانون له ټاکلي ۹۰ ورځني حد څخه هم اوښتی دی. همدارنګه، ۳۲ فعالان د ترهګرۍ ضد قانون د څلورم مهالویش لاندې شامل شوي، چې له امله یې د هغوی د تګ راتګ ازادي سخته محدوده شوې ده. پاکستاني دولت د مدني حقونو د محدودولو لپاره نور اقدامات هم ګړندي کړي، لکه د پېژندپاڼو بندول، د سیم‌کارتونو ځنډول، د سفر محدودیتونه او د بانکي حسابونو کنګل کول.

پانک له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې دا درک کړي چې، سره له دې چې بلوچستان پراخې طبیعي سرچینې لري، خو ځایي ولس یې له شدید اقتصادي او ټولنیز بې‌برخې‌توب سره مخ دی. پروژې لکه ریکو ډېک، سندک او د ګوادر بندر د بلوچ ولس سرچینې استثماروي، په داسې حال کې چې هغه خلک چې د خپلو بنسټیزو حقونو غوښتنه کوي، د پوځي فشار او زور له لارې ځپل کېږي. د اروپایي اتحادیې د GSP Plus د څارنې مأموریت هم په ۲۰۲۵ کال کې د جبري ورکېدنو، د بیان د ازادۍ د محدودولو او د ترهګرۍ ضد قوانینو د ناوړه کارونې په اړه جدي اندېښنې څرګندې کړې دي، چې دا په بلوچستان کې د بشري حقونو د خرابېدونکي وضعیت پخلی کوي.

د پانک ۱۵ مخیز تفصیلي راپور د ۲۰۲۵ کال پر مهال د پاکستاني دولتي بنسټونو له‌خوا د بشري حقونو سرغړونې مستندې کړې دي. راپور د جبري ورکېدنو د پای ته رسولو، د ناقانونه وژنو د درولو، پر ملکي وګړو د هوايي بریدونو د بندولو، د ظالمانه قوانینو د لغوه کولو او د ټولو سیاسي بندیانو د بې‌قید و شرطه خوشې کولو غوښتنه کوي. راپور خبرداری ورکوي چې، که نړیواله ټولنه جدي مداخله ونه کړي، نو په بلوچستان کې به د بشري حقونو سرغړونې دوام ومومي، چې دا به د نړۍ په کچه د استبدادي رژیمونو لپاره یو خطرناک ساری جوړ کړي.

Open as a separate page: د پانک د ۲۰۲۵ بشري حقونو راپور: په بلوچستان کې د پاکستان پوځ ۲۲۵ ناقانونه وژنې او ۱٬۳۵۵ جبري ورکېدنې کړي

پنجشنبه ۵ فبروري ۲۰۲۶

سکرتر جنرال

هالنډ – د مستونګ د شهیدانو د تلین په مناسبت غونډه ډاکټر منان بلوچ ولس د تحریک فعال ځواک باله – دل مراد بلوچ

بلوڅ ملي غورځنګ (بي اېن اېم) د سکرتر جنرال دل مراد بلوچ وویل چې د ډاکټر منان بلوچ، بابو نوروز بلوچ، شهید اشرف بلوچ، حنیف بلوچ او ساجد بلوچ له شهادت وروسته چې د بلوچ قومي تحریک په لیکو کې کوم تشه رامنځته شوې ده، هغه به هېڅکله هم ډکه نه شي. د دغو سترو مشرانو او مبارزینو قربانۍ د بلوچ قوم په تاریخ کې هغه روښانه باب دی چې تل به ژوندی او یاد به پاتې وي.

هغه دا خبرې په هالنډ کې د بي اېن اېم له‌خوا د جوړې شوې یوې غونډې ته د وینا پر مهال وکړې.

ده وویل چې شهید بابو نوروز بلوچ یو پوه، فکري او ستر ایډیالوژیک شخصیت و. د بابو نوروز په څېر ملګري په پېړیو کې یو ځل زېږي. د هغه فکر، مبارزې او قربانۍ د بلوچ تحریک ته فکري ژورتیا او روښانه نظریاتي لوری ورکړ. د داسې لويو شهیدانو نشتوالی نه یوازې د تحریک، بلکې د ټول بلوچ قوم لپاره یو نه جبرانېدونکی زیان دی، خو د دوی فکر، مشن او مبارزه به د راتلونکو نسلونو لپاره د لارې مشال پاتې شي.

دل مراد بلوچ وویل چې که نن موږ دلته سره راټول یو او په بلوچ قومي تحریک کې فعاله ونډه اخلو، دا د ډاکټر منان بلوچ د قربانیو دوام دی. هغه زیاته کړه چې په دغو سختو او ازمېیښتي کلونو کې که موږ ته فکري ځواک، حوصله او استقامت په لاس راغلی، دا د ډاکټر منان بلوچ د رهبرۍ، فکر او مبارزې نتیجه ده. ډاکټر منان بلوچ نه یوازې موږ ته سیاسي شعور راکړ، بلکې د قربانۍ داسې بېلګه یې پرېښوده چې تر ننه د بلوچ قومي تحریک لپاره د لارې مشال ده.

هغه وویل چې د ډاکټر منان بلوچ د ورځې او شپې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې، پرله‌پسې مبارزه او بې‌غرضه کوښښونو له امله نن بلوچ نېشنل موومنټ د نړۍ په کچه د یوه قوي او باوقاره سیاسي تحریک په توګه پېژندل کېږي. د ده په وینا، د ډاکټر منان قربانۍ او رهبرۍ د بي اېن اېم بنسټ دی، چې له امله یې دا تحریک تر ننه پر خپل نظریاتي دریځ ولاړ پاتې شوی.

دل مراد بلوچ وویل چې ډاکټر منان جان یو دردمن، ژور لید لرونکی او با بصیرته شخصیت و، چې ټول ژوند یې د سیاسي شعور د ودې، د بلوچ ټولنې د فکري جوړښت او د سیاسي کارکوونکو د نظري او عملي روزنې لپاره وقف کړی و. هغه عام بلوچ یوازې د سیاست نندارچي نه، بلکې د تحریک فعال ځواک باله. له همدې امله یې د ولس په منځ کې د باور، حوصلې او شعور د پیاوړتیا لپاره ځانګړې پاملرنه کوله. د سیاسي فعالینو لپاره هغه یوازې یو مشر نه و، بلکې یو استاد او روزونکی هم و، چې په تر ټولو سختو حالاتو کې یې هم د اصولو، استقامت او مبارزې درس ورکاوه. د هغه ژوند د هدف، خدمت او نه ستړې کېدونکې مبارزې روښانه بېلګه وه.

هغه وویل چې اوس پر موږ ټولو دا ملي او تاریخي مسؤلیت دی چې د ډاکټر منان بلوچ او د هغه د ملګرو مشن په بشپړ اخلاص، فکري پوخوالي او نه ماتېدونکي عزم سره مخ ته یوسو. موږ باید د هغوی مبارزه، قربانۍ او نظریات د خپل عملي ژوند برخه وګرځوو او بلوچ قومي تحریک د هماغه شعور، نظم او استقامت سره پر مخ یوسو، کوم بنسټ چې دغو سترو مشرانو اېښی و. همدا د دغو عظیمو رهبرانو او شهیدانو لپاره ریښتینی درناوی دی، او همدا زموږ اصلي دنده ده.

Open as a separate page: هالنډ – د مستونګ د شهیدانو د تلین په مناسبت غونډه ډاکټر منان بلوچ ولس د تحریک فعال ځواک باله – دل مراد بلوچ

چهارشنبه ۴ فبروري ۲۰۲۶

آواران زون

ډاکټر منان بلوڅ د سختو حالاتو سره سره بلوڅ ملي غورځنګ (بي این ایم) پیاوړی کړ — د بي این ایم آواران زون غونډه

د بلوڅ ملي غورځنګ (بي این ایم) له لوري د شهید ډاکټر منان او د هغه د ملګرو د شهادت د کلیزې په مناسبت یوه غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د بي این ایم آواران زون غړو ګډون وکړ. ویناوال پکې د بي این ایم جونیئر مرستیال مشر استاد بابل لطیف، د مرکزي کمېټې غړی چیف اسلم، د آواران زون مرستیال مشر تلار ناز او زبیر شامل و.

د یادونې وړ ده چې د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ په ۳۱مه، د مستونګ په کلی داتو سیمه کې د پاکستان پوځ برید وکړ او ډاکټر منان یې له خپلو ملګرو بابو نوروز، حنیف، اشرف او ساجد سره یو ځای شهید کړل. شهید ډاکټر منان د بلوڅ ملي غورځنګ (بي این ایم) عمومي منشي و.

ویناوالو وویل چې شهید ډاکټر منان نه یوازې یو سیاسي مشر و، بلکې یو ملي ډاکټر هم و. هغه د بلوچستان له هر ګوټ سره بلدتیا لرله. حتی په تر ټولو سختو شرایطو کې یې هم د ګوند د پیاوړتیا لپاره شپه او ورځ هڅې وکړې. هر ځای چې د ګوند د کار لپاره وربلل کېده، بې له ځنډه به ورسېده.

د شهید ډاکټر منان د سیاسي شعور او وړتیاوو په اړه ویناوالو وویل چې هغه به د خپلو ملګرو کارونه تل په انتقادي نظر ارزول. که کومه نیمګړتیا به یې لیدله، په ښکاره او روښانه ټکو به یې ورته اشاره کوله. د هغه په اند، نیوکه د سیاست په توازن کې ساتلو کې ضروري ده، او هغه نیوکه د کرکې په معنا نه ګڼله. هغه غوښتل چې کمزورۍ د بلوڅ ملي غورځنګ (بي این ایم) او تحریک پر بهیر منفي اغېز و نه کړي.

’’ د شهید ډاکټر منان شهادت یو لوی تشه رامنځته کړه، خو د هغه قربانیو ګوند نور هم پیاوړی او ځواکمن کړ. هغه ثابته کړه چې تر ټولو لوی ځواک شهرت نه دی، بلکې له خپل هدف سره وفاداري ده. ‘‘

ویناوالو زیاته کړه چې ډاکټر منان له مطالعې او کتابونو سره ژوره مینه لرله. هغه به تل خپل ملګري د کتاب لوستلو ته هڅول او ویل به یې چې له کتابونو سره دوستي وکړئ، ځکه کتابونه د پرمختګ تضمین دي. هغه خپله هم په منظم ډول مطالعه کوله او تل به په سیاسي فعالیتونو بوخت و. هغه به خبرونه اورېدل، یادښتونه به یې لیکل او د بلوچستان، سیمې او نړۍ له حالاتو څخه به ځان ښه خبر ساته.

ویناوالو وویل چې ډاکټر منان له رسمي دندې مخکې هم د یو مشر په توګه فعالیت کاوه. هغه د بلوچ ملت یوه پیاوړې او رسا غږ و. د بلوڅ ملي غورځنګ (بي این ایم) له پلیټفارم څخه یې بلوچ ملت متحد کړ او د پوهې، فکر او شعور وده یې وهڅوله، تر څو د پاکستان د جبر او غلامۍ پر وړاندې مقاومت پیاوړی شي. د پاکستان ریاست هغه په همدې موخه په نښه کړ، چې د هغه سیاسي فعالیتونه ودروي.

ویناوالو په خپلو خبرو کې وویل چې د پاکستان ریاست دا فکر کوي چې د ملي مشرانو په شهادت سره به د بلوچ تحریک ودریږي یا پای ته ورسېږي، خو دا به هېڅکله نه وشي. د شهیدانو د قربانیو په برکت، د بلوچ ملت راتلونکې نسلونه لا بیدار او باشعوره شي، او یوه ورځ به خامخا خپله ازادي ترلاسه کړي.

Open as a separate page: ډاکټر منان بلوڅ د سختو حالاتو سره سره بلوڅ ملي غورځنګ (بي این ایم) پیاوړی کړ — د بي این ایم آواران زون غونډه

سه شنبه ۳ فبروري ۲۰۲۶

بیانونه

د بلوڅ ملي غورځنګ (بي این ایم) ویاند: د مشر د پلار او خپلوانو جبري ناپېژندنه د بلوچستان پر ملت د ټولیزې سزاګۍ د دوام څرګندونه ده

د بلوڅ ملي غورځنګ (بي این ایم) ویاند: د مشر د پلار او خپلوانو جبري ناپېژندنه د بلوچستان پر ملت د ټولیزې سزاګۍ د دوام څرګندونه ده

سه‌شنبه، ۳ فبروري ۲۰۲۶ | #بلوڅمليغورځنګویاند

د بلوڅ ملي غورځنګ (بي این ایم) ویاند څرګنده کړه چې د غورځنګ د مشر د پلار او نږدې خپلوانو جبري ناپېژندنه نه یوه بې‌ساری پېښه ده او نه هم استثنایي. دا د بلوچستان پر ملت د کلونو راهیسې د عملي کېدونکي ټولیزې سزاګۍ یوه منظمه او سیسټماتیکه برخه ده. په ټول بلوچستان کې د سیاسي فعاله کسانو کورنۍ قصداً هدف ګرځول کېږي، او جبري ناپېژندنې د سرکوب یوه اساسي او دوامداره وسیله ګرځېدلې ده.

ویاند ټینګار وکړ چې د کلونو راهیسې د مشرانو او فعاله کسانو کورنۍ د اشغالګر دولت له خوا په دوامداره توګه د فشار، زورونې او ټولیزې سزاګۍ لاندې راځي. د دې کړنو هدف د وېرې او ارعاب له لارې سیاسي مقاومت غلي کول دي، خو دغه هڅې هېڅکله د خپل هدف ترلاسه کولو کې بریالۍ شوي نه دي.

هغه وویل چې د بلوڅ ملي غورځنګ (بي این ایم) مشران او فعاله کسان له دې ډول تاکتیکونو څخه نه وېرېږي. د غورځنګ د مشر ډاکټر نسیم بلوچ تر مشرۍ لاندې د بلوچستان ملي پوښتنه په نړیوالو فورمونو کې په اغېزمن ډول مطرح شوې ده، او د غورځنګ د دوامداره هڅو په پایله کې، د بلوچستان ملي غورځنګ په اروپایي هېوادونو کې زیات پام راجلب کړی دی. د دې په غبرګون کې، د پاکستان پوځ د غورځنګ د مشرانو او فعاله کسانو پر کورنیو فشار نور هم زیات کړی دی.

ویاند وویل چې د ډاکټر نسیم بلوچ د کورنۍ هدف ګرځول څرګندوي چې حتی په بلوچستان کې د سوله‌ییزو سیاسي ګوندونو مشران او غړي هم له دولت د سرکوب او ټولیزې سزاګۍ خوندي نه دي. په نړیواله کچه د دوامداره بې‌غورۍ له امله، د پاکستان پوځ د بشري حقونو جدي سرغړونې بې‌پروا ترسره کوي. بې له دې چې د قانوني یا اخلاقي محدودیتونو څخه وېرېږي، ملکي وګړي هدف ګرځول کېږي، او د بلوچ ملت پر وړاندې سیسټماتیک عملونه چې د نسل وژنې په کچه دي روان دي.

ویاند زیاته کړه چې غورځنګ ټینګار کوي چې بلوچستان باید د اشغال او شخړې سیمه وپېژندل شي، چیرې چې د بلوچ ملت خپل حق د خپلواکۍ لپاره د اشغالګر ځواک پر وړاندې مبارزه کوي. د شدیدې سرکوب او بې‌پروا ځواک په کارونې سره، پاکستان د بلوچ ازادۍ غورځنګ نه دی کنټرول کړی. د هرې حملې وروسته د بلوچ مقاومت وسله‌وال، د پاکستان پوځ خپل غضب پر عامو ملکي وګړو تویوي، او پاکستانی سیاستوال د پوځ د کړنو د کنټرول پر ځای د دې ملاتړ کوي.

ویاند څرګنده کړه چې د پاکستان د سرکوب په وړاندې بلوڅ ملي غورځنګ (بي این ایم) چوپ پاتې نه کېږي. د فبروري په ۷مه نېټه به په جرمني کې د بلوچستان په حقله د بشري حقونو د سرغړونو او جبري ناپېژندنو پر ضد مظاهره وشي. په ورته وخت کې، د غورځنګ په همغږۍ یوه آنلاین رسنيزه کمپاین پیل کېږي، چې په کې ویډیوګانې، مستند فلمونه، پوسټرونه او ډیجیټل پروګرامونه شامل دي، ترڅو په ملي او نړیواله کچه پوهاوی زیات شي.

ویاند د پاکستاني چارواکو وروستیو څرګندونو ته د جدي اندېښنې په څرګندولو سره وویل چې د پاکستان د دفاع وزیر او نورو چارواکو لخوا د بلوچستان کې د اضافي ځواکونو د ځای پر ځای کولو په اړه څرګندونې د دې وېره پیدا کړې چې وضعیت به نور هم خراب شي. پاکستانی چارواکي او د دې ګوډاګي وزیر سردار سرفراز بوګتي هڅه کوي د دې خیال رامنځته کړي چې د دولت ځواک محدود او مشروع استعمال شوی، حال دا چې حقیقت بل څه دی. په حقیقت کې، د عدالت څخه بهر وژنې، جبري ناپېژندنې، په ملکي سیمو د ډرون بریدونه، هوایي بمبارۍ، د سیاسي، ټولنیزو او علمي فعالیتونو محدودیتونه، او د سیاسي مشرانو او فعاله کسانو غیر قانوني نیونې په بلوچستان کې عادي شوي دي.

ویاند خبرداری ورکړ چې د پوځ د نورو بریدونو او د ټولیزې سزاګۍ د څرګند ګواښونو له امله جدي اندېښنې شته چې د بلوچستان ټولنه به لا نور سخت محدودیتونه او سرکوب تجربه کړي.

د وروستیو پېښو په یادولو سره، ویاند وویل چې د فبروري په ۲مه نېټه د مشر د کورنۍ هدف ګرځول شوی دی. د کورنۍ غړي، د مشر پلار محمد بخش ساعدي، د هغه تره نعیم ساعدي، او د مور تره انجنیر رفیق بلوچ جبري ناپېژندل شوي دي.

په ګوادر کې، د پاکستان پوځ یوې کورنۍ ته د درنو وسلو سره برید کړی چې ۱۲ تنه، په شمول د ښځو او ماشومانو، وژل شوي دي. په وژل شویو کې نور محمد زهري، د ملا جورک زوی، او د هغه لور یاسمین شامل وو.

په پولا بډ، تربت کې، د پاکستان پوځ په ملکي سیمو مورټر ډزې کړي، چې ۱۵ کلن انیس بلوچ، د ابراهیم زوی، وژل شوی دی.

په تېرو څلورو ورځو کې، په ټول بلوچستان کې انټرنیټ خدمات بشپړ بند شوي، چې د سیمو ترمنځ د اړیکو امکانات قطع کړي او د ملکي تلفاتو د معلوماتو ترلاسه کول سخت کړي دي.

د تایید شویو راپورونو له مخې، د پاکستان پوځ په نوشکي ولسوالۍ کې څو ډرون بریدونه کړي، چې ملکي وګړي یې هدف ګرځولي دي. د فبروري په ۲مه نېټه په جمالدیني کې یو ډرون برید درې کلنه نجلۍ دیډګ، د عبدالله منان لور، وژلې ده.

ویاند څرګنده کړه چې بلوڅ ملي غورځنګ (بي این ایم) له نړیوالې ټولنې غواړي چې د بلوچستان وضعیت په عاجل او جدي توګه وارزوي. پاکستان په قصدي ډول نړیواله ټولنه غلطه لارښوونه کوي څو د بلوچ ملت پر وړاندې روان نسل وژنه پټه وساتي. د بلوچستان د سمندر، ځمکې او طبیعي منابعو د کنټرول د ترلاسه کولو هڅه کې، پاکستان د بلوچ ملت د حاکمیت حق انکار کوي او د هغوی ملي هویت له منځه وړو هڅه کوي.

هغه خبرداری ورکړ چې د بشري حقونو په اړه د نړیوالې ټولنې دوه‌ګونی معیارونه کولی شي په سیمه کې بحران نور هم ژور کړي. بلوڅ ملي غورځنګ (بي این ایم) غوښتنه کوي چې پاکستان په نړیواله کچه محاسبه شي او د پاکستان سره د سوداګریزو همکاریو—په ځانګړي ډول د بلوچستان پروژو سره تړلې پانګونې—بیاکتنه وشي. د نړیوالې مداخلې او د بشري حقونو د خوندیتوب په کې د ځنډ سبب به د دې بشري بحران شدت زیات کړي.

ویاند پای کې وویل چې د وروستیو پېښو په غبرګون کې، بلوڅ ملي غورځنګ (بي این ایم) به خپل سیاسي، مظاهره‌ییز او رسنیز فعالیتونه پراخه کړي. همغږي او دوامداره مظاهرې او رسنیز کمپاینونه به د بلوچستان وضعیت په نښه کړي. څومره چې دولت ځواک زیاتوي، د غورځنګ د انقلابي ډلې عزم او ټینګار به هم لا پیاوړی شي.

هغه زیاته کړه چې د بلوڅ ملي غورځنګ (بي این ایم) د اطلاعاتو، آی ټي، او کلتوري څانګه به د بلوچستان د مسایلو د روښانه کولو لپاره منظم اونیز آنلاین پروګرامونه جاري وساتي. ټول څپرکي او زونونه به د رسنیو د ښه مدیریت لپاره په مشورو کې شامل شي، څو د بلوچ ملت غږ نړۍ ته په روښانه او اغېزمنه توګه ورسېږي.

Open as a separate page: د بلوڅ ملي غورځنګ (بي این ایم) ویاند: د مشر د پلار او خپلوانو جبري ناپېژندنه د بلوچستان پر ملت د ټولیزې سزاګۍ د دوام څرګندونه ده